د نیمروز د کرنې انسټیټوټ د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول
د نیمروز ولایت د کرنې مسلکي انسټيټوټ د ۱۸ تنو فارغانو د فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.
دغه زده کړیالانو د باغدارۍ او عمومي کرنې په څانګو کې زده کړې کړې دي.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب الله الهام د دغه زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ځوانان د علم په زده کړه او د خلکو خدمت ته وهڅول او ويې ويل چې د ټولنې پر وړاندې د مسووليت احساس د انسان د لوړ شخصیت ستره نښه ده.