د نیما انسټیټوټ زده کړیالانو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۶:۲۳
Graduation

د ادارې او مدیریت ملي انسټیټوټ (نیما) د اوولسمې دورې فارغانو د فراغت غونډه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس مولوي غلام حیدر شهامت په حضور کې ترسره کړه.

 په دې مراسمو کې د کمپیوټر ساینس، اداره او مدیریت او حسابدارۍ څانګو ۴۴ تنو فارغانو خپل فراغت ولمانځه.

مولوي شهامت په دې مراسمو کې د علم پر زده کړې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د اسلام ستر لارښود ته د الله (ج) لومړى حکم لوستل دی.

هغه زیاته کړه چې د علم په زده کړه کې د وخت او ځای محدودیت نشته.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې فکر وکړي چې دوی د افغانستان رهبران دي. هغه زياته کړه، چې په دې احساس او مسووليت سره به هېواد اباد شي.

مولوي شهامت ټینګار وکړ چې د لویدیځو ټولنو پرمختګ د هغوی د علم له امله دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې فارغانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه به د دوی کار د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه پیل شي.

په دې مراسمو کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس سيد عباس ايوبي هم وينا وکړه او ويې ويل، چې فارغين له دې وروسته ستر مسووليت لري. نوموړي له زده کړیالانو وغوښتل، چې د خلکو او ټولنې د خدمت په برخه کې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.

 ايوبي زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي مرکزونو فارغانو ته د کار زمينه برابره او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په دې مراسمو کې د استقلال لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال عبدالفغار سیغاني هم حضور درلود او ویې ویل، چې هر کال د نیما انسټیټوټ ممتاز زده کړیالان دغې ښوونیزې موسسې ته جذبیږي.

ښاغلي سیغاني وویل، چې د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د استقلال لوړو زده کړو موسسه د نیما انسټیټوټ زده کړیالانو ته ځانګړی تخفیف ورکوي.

ورپسې احمدجان د فارغانو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل، چې له ډېرو ستونزو سره سره په دې وتوانېده، چې د انسټیټوټ دوره پاى ته ورسوي. نوموړي له نورو ځوانانو وغوښتل، چې په هېڅ ډول شرايطو کې باید له زده کړو پاتی نه شی او د افغانستان د ابادۍ لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS