د نورستان په وايګل ولسوالۍ کې د تجارت، کانونو او کرنې په برخو کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ جوړېږي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۲
اخبار ولایتی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه پلاوي نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي الحاج حافظ محمد آقا حکیم سره وکتل.

 په دې کتنه کې د نورستان والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کړنو قدرداني وکړه.

نوموړي د دغه له اداري پلاوي وغوښتل، چې د نورستان مرکز د ادارې او محاسبې د انسټیټوټ په چوکاټ کې دې د شپې د روزنې څانګه جوړه کړي.

د نورستان والي دا هم ویلي دي چې د برښنا انجینرۍ په څانګه کې د مسلکي کسانو د کمښت د حل په موخه باید د دغه ولایت په مرکزي انسټیټونو کې د برښنا څانګه اضافه شي.

 د تخنيکي او مسلکي اداري پلاوي په نورستان کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پراختيا په اړه ډاډ ورکړ.

نوموړی پلاوی وايي، په پام کې ده، چې د نورستان په وايګل ولسوالۍ کې د ادارې، تجارت، کانونو او کرنې په برخه کې کثیرالرشتوي انسټیټوټ جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS