د ننګرهار ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د محصلینو له لوري د زینتي ګلونو او بوټو پالنه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۴

د ننګرهار ولایت کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په قالب کې د زینتي ګلونو او بوټو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

په ورته وخت کې، محصلینو هم د هغو فعالیتونو په ترسره کولو سره چې د استاد لخوا ورته لارښونه کیدله د اوبو لګولو سمه طریقه، د زینتي ګلونو او بوټو پیژندنه یاد بوټو د ودې طریقه په عملي ډول زده کړل.

لارښود استاد د دې فعالیت په ترڅ کې نوموړو ته د مناسبې خاورې پژندنې او د زینتي ګلونو د ودې اړینو تخنیکونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS