د ننګرهار د ځانګړو زده کړو مرکز ستونزې وڅېړل شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۰:۴۸
مرکز تعلیمات خاص ننگرهار

د ننګرهار ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر انجنير فضل الباري نصرت د یاد ولايت له مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.

په دغه کتنه کې چې د ځانګړو زده کړو مرکز ( نابینایانو او ناشنوایانو ) پر ستونزو خبرې وشوې د دغه مرکز یو شمېر زده کوونکو او استادانو هم حضور درلود.

دوی د ننګرهار د ځانګړو زده کړو مرکز د ودانۍ ستونزې د هواري او د زده کوونکو لپاره د ترانسپورت د برابرولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار مرستيال والي له يادو زده کوونکو سره مالي مرسته وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د دوی ټولو ستونزو ته به پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS