د میدان وردګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۲۵
TVETA

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د محصلینو د څوارلسمې دورې فراغت غونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د سیمه ییزو چارواکو تر څنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت او د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق انور هم ګډون کړی و او وینا یې هم وکړې.

نوموړو په یاد پروګرام کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې هم وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغو مراسمو کې د یادې ادارې ځينې لاسته راوړنې هم بيان کړې .

په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد د پرمختګ او ودې لامل کېږي.

د دې مراسمو نورو ويناوالو په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر رول د ټينګار ترڅنګ د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له فارغانو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات زیار او کوښښ وکړي.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه په دعایې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS