د میدان وردګو پوهنتون رئیس د چک کثیرالرشتوي انسټیټوت څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۶:۲۸
میدان وردک

د میدان وردګو پوهنتون رئیس د یاد ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یو شمېر مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د میدان وردګو ولایت د تخنیکي آمریت او د دغه ولایت پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو د څرنګوالي د معلومولو په موخه ترسره شوه.

د میدان وردګو پوهنتون رئیس د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د مسوولینو د هلو ځلو قدرداني وکړه او په دغې کتنه کې دواړو لورو پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد. د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو. . .

BACK TO NEWS