د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د ادارې د يو شمېر رئيسانو په حضور جوړه شوه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۳ هجري  لمریزکال  بودیجې د مصرف د چټکتیا په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مفتي فاضل په یادې غونډه کې وویل چې د بودجې په مصرف کې باید لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي.

د مالي چارو مرستيال دغه راز زياته کړه چې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دپروژو دتطبيق او چمتو کولو بهير بايد په شفافه توګه ترسره شي او همدارنګه د بودجې په مصرف کې سپما وشي.

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS