د لغمان ولایت دولت شاه تخنيکي اومسلکي لیسې زده کوونکو د ودانیو بریښنایي سیم غځونې په اړه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۴۶

د لغمان ولایت دولت شاه تخنيکي اومسلکي لیسې د بریښنا څانګې زده کوونکو د خپلو عملي زده کړو په ترڅ کې د ودانیو بریښنایي سیم غځونې د څرنګوالی په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.

همداراز نوموړو د لارښوود استاد په همکارۍ د ودانۍ د سیم کشۍ او د برښنایی میټرونو، سویچ او ساکت د نصبولو په هکله هم په عملی بڼه روزنه ترلاسه کړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله د دې مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS