د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالریشتوي انسټيټوټ د تعمیراتو څانګې محصلینو د یاد ولایت د سلطان غازي بابا ښارګوټي ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د ځمکې د تقسیم بندۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ولیده.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د ځمکې د تقسیم بندۍ او د ځمکې مساحت د پیدا کولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.