د فراه ولایت پشت رود کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته د نباتي انساجو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۴

د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د نباتي انساجو د پېژندنې په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد نوموړو ته د نباتي انساجو او په نباتاتو کې د هغوی د دندو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د زده کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده‌کړې په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د ښوونې او روزنې اساسي برخه جوړوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ، د مهارت ارزښت او کار بازار اړتیاوو ته په ژوره پوهې سره، تل هڅه کوي چې د نظري زده کړو ترڅنګ د زده کوونکو لپاره د عملي زده کړو لاډیرې زمینې چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS