د فراه ولایت پشت رود کرنې لیسې زده کوونکو ته د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۸

د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کرنې لیسې د لسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د مایکروسکوپ، او د مایکروسکوپ د اجزاوو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي تر څو محصلین له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شبکې د بنسټيزو تجهیزاتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۸
Background image

د فراه ولایت پشت رود کرنې لیسې زده کوونکو ته د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کرنې لیسې د لسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د مایکروسکوپ په اړه په عملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت دولت شاه تخنيکي اومسلکي لیسې زده کوونکو د ودانیو بریښنایي سیم غځونې په اړه روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت دولت شاه تخنيکي اومسلکي لیسې د بریښنا څانګې زده کوونکو د خپلو عملي زده کړو په ترڅ کې د ودانیو بریښنایي سیم غځونې د څرنګوالی په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې. همداراز نوموړو. . .

BACK TO NEWS