د فانوس تحصیلي موسسه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته روزنیزه برنامه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۴:۵۹
روزنیزه برنامه

د بودجې او پلان جوړونې په هکله د ظرفیت لوړونې روزنیزه برنامه د فانوس خصوصي لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا ترسره شوه.

په دغه پروګرام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې د بېلابېلو ریاستونو له ۱۰ څخه زياتو کارکوونکو ګډون کړى و.

د دغه برنامې له ترسره کېدو څخه موخه د بودجې جوړونې او پلان ترتیبولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول وو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې هم د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په همکارۍ روزنيزې برنامې ترسره کړې او دا برنامې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS