د فارغانو د فراعت او د قرآن عظیم الشان حافظانو د دستاربندی مراسم په روڼ اندو انسټیټوټ کې ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۵:۱۴
 مراسم په روڼ اندو انسټیټوټ

د روڼ اندو (ړندو) انسټیټوټ د فارغانو د فراغت او د حافظانو د دستاربندی مراسم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په حضور کې ترسره شول.

دغو فارغانو د قرآنکريم د حفظ او عمومي زده کړو له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

 په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت وویل: نن له علم سره د جهاد ورځ ده. نوموړي همدا راز له فارغانو څخه وغوښتل، هغه زده کړې چې دوی تر لاسه کړی پر هغې عمل وکړي.

مولوي شهامت همدا راز زیاته کړه: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د روڼ اندو (ړندو) قشر د لا زیاتو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو مستحق ده او موږ په دې برخه کې هڅې کوو.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS