د سمنګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د راه سعادت د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د سمنګان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د راه سعادت خصوصي لوړو زده کړو موسسې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د دواړو خواوو له ظرفيتونو او علمي او څيړنيزو همکاريو څخه استفاده ده.
د یاد هوکړه لیک له مخې به د سمنګان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د راه سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د څلورو کلونو لپاره له یو بل سره همکاري وکړې.