د سرپل د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د سرپل ولایت د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د نباتاتو پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس پر مهال محصلینو ته د نباتاتو د آفتونو، د نباتاتو پالنې، د خاورې او د خاورې د ذراتو د پېژندلو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
د عملي زده کړو زده کړه له محصلینو سره مرسته کوي تر څو له فراغت وروسته په مستقیم توګه د کار بازار ته جذب شي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهیر لا پیاوړی کړي.