د ده سبز ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو
د کابل د ولسوالیو تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څارنې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یوه پلاوي په مشرۍ د ده سبز ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د ياد شوي انسټیټوټ عمومي وضعيت وڅېړه. چې د بګراميو او خاکجبار ولسوالیو د انسټیټونو وضعیت هم څېړل شوی دی.
په پام کې ده د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅیړي.