د دعوت او ارشاد ریاست ناسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رئیسانو سره ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۳:۶
جلسه ریاست دعوت و ارشاد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست غونډه د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل او د دغه ادارې د یو شمېر رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه کتنه کې د دعوت او ارشاد رئيس مفتي نجم الدين حقاني د دغه ریاست فعاليتونو ته په اشارې سره وويل چې لا هم ځينو کارکوونکو سپارښتنې جدي نه دي نيولي او خپل سیرت او صورت يې له نبوي سنتو سره سم کړی نه دی.

ښاغلي حقاني وویل، چې رئیسان دې هم د دعوت او ارشاد ریاست د احکامو او سپارښتنو په تطبیق کې همکاري وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل هم د دعوت او ارشاد رياست سره د رئيسانو پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې نیکیو ته امر کول د هر مسلمان دنده ده.

د غونډې په دوام کې رئیسانو هم خپل نظرونه څرګند کړل ترڅو اصلاحي او ارشادي سپارښتنې د امکان تر حده عملي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS