د درزآب ولسوالۍ له مشرانو سره د مولوي غلام سعید احساس لیدنه او خبرې اترې

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۵:۲۴
tveta

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د درزآب ولسوالۍ له مشرانو او متنفذینو سره لیدنه وکړه.

دغه لیدنه  کې د  دواړو لورو ترمنځ په ګډو همکاریو او د ستونزو په حل لارو بحث وشو.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په دغه لیدنه کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو رول د هېواد په پرمختګ کې ډېر زیات دی، باید په ټولو سطحو کې له دغه زده کړو ملاتړ وشي.

په همدې حال کې د درزآب ولسوالۍ متنفذینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پلاوي له راتګ څخه  قدرداني وکړه، او یادې لېسې ته د ډېرې پاملرنې غوښتونکي شول.

همدارنګه په دغه لیدنه کې د درزآب ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې ټول اسناد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له لوري و څېړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS