د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ او پامیر د لوړو‌زده کړو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۸:۴۳
TVETA

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ مسؤلین د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه په یاد ولایت کې د پامیر لوړو زده کړو له مؤسسې سره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو خبر ورکوي.

د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکاریو او همغږۍ پراختیا او همدارنګه د خوست تخنیکي انسټيټوټ فارغانو لپاره د لوړو زده کړو د فرصتونو برابرول ویل شوي دي.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ ، به د خوست تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ فارغان د زده کړو د دوام په موخه په ځانګړي تخفیف سره په پامیر لوړو زده کړو موسسه کې شامل شي.

همدارنګه، د دواړو ښوونیزو بنسټونو محصلینو لپاره د عملي زده کړو، علمي سفرونو او ګډو ښوونیز ورکشاپونو لپاره زمینه برابرول، ددې هوکړه لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول. په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي پینل بورد په اړه روزنه ترلاسه کړه. په. . .

BACK TO NEWS