د خوست تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولايت پوهنې له رئیس سره خبرې وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۲:۰
خوست

د خوست ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر عابد الرحمن عابد د دغه ولايت پوهنې له رئيس مولوي سيد وسيم مليار سره وکتل او ددواړو ادارو ترمنځ يې د همکاريو په اړوند خبرې وکړې.

د خوست ولایت پوهنې رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې مسلکي زده کړې د هېواد په پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبوي.

د خوست تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولايت پوهنې له رئيس ښوونکو سره د يونيسف موسسې د ماشومانو د ملاتړ صندوق د نغدي مرستو په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د ذکر شویو نغدي مرستو د وېش لړۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر استادانو پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS