د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د یونسکو سازمان له استازو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۶:۲۹
تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) له استازو سره آنلاین خبرې اترې وکړې.

د یونسکو استازو طارق ساعی او عارف الله عارفي له ښاغلي احساس سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د احصائيې د راټولولو په موخه ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ټیمونو د استولو په هکله خبرې وکړې.

دا پروګرام د یونسکو، پروژې (ATR) په ملاتړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري لخوا ترسره کیږي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د يونسکو له همکاريو څخه مننه وکړه او د احصائیې اطلاعاتو د راټولولو برنامې د ښه تطبيق په برخه کې يې د دغه اداره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS