د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د "کوتنبرګ" شرکت له رئیس سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په افغانستان کې د "کوتنبرګ" سوداګریز شرکت له رئیس انجنیر محمد رفیق حسیب سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
دوطرف در این دیدار درباره چگونگی همکاریهای مشترک میان هردونهاد بحث کردند.
په دغې کتنه کې دواړو لورو د دواړو نهادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د کوتنبرګ شرکت مشر د تخنيکي او مسلکي چارو مرستیال سره په کتنه کې په کابل کې د يوه خصوصي انسټيټوټ د جوړېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ ریاست ته دنده وسپارله چې د خصوصي انسټیټونو د جوړولو پروسه د قوانينو په رڼا کې ترسره کړي.