د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د پیشه وارانو او موبل او فرنیچر اتحادیې له مسؤلینو سره خبرې اترې وکړی
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د پیشه وارانو او موبل او فرنیچر اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د کار د بازار له غوښتنې سره سم د کابل د ښکلو هنرونو او صنایعو د انسټیټوټ د لرګیو صنعت د څانګې د ښوونیز نصاب د بیاکتنې په هکله د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په دغه لیدنه کې د کابل د ښکلو هنرونو او صنايعو انستيتوت د لرګيو صنعت څانګې د زده کړیالانو لپاره د عملي کارونو زمینې د برابرولو په هکله هم خبرې وشوې.