د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د هلمند ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۲:۳۷
tveta

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د هلمند له والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې د علماو شورا د رئيس په ګډون د هلمند ولايت يو شمېر نورو سيمه ييزو مسئولينو هم ګډون کړى و.

د دغې غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، د بېوزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

نوموړي د دغې ادارې د لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او د دغې ادارې لخوا د مجاهدینو لپاره چمتو شوې روزنیزې طرحې په اړه یې لازم توضیحات ورکړل.

د هلمند والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او برنامو ستاينه وکړه او د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه يې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مسلم کندوزي هم د مجاهدینو لپاره د جوړې شوې روزنیزې طرحې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا د ولس لپاره ستر خدمت دی.

نوموړي په هلمند ولایت کې د دغې طرحې د تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد. د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې. دغه پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

BACK TO NEWS