د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د غزني تخنیکي مرکزونو له آمرینو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۲:۲۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي او مسلکي زده کړو چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کتنې په پای کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل او خبر اترې یې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسئولينو خپلې ستونزې او اړتياوې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې له پلاوي سره شريکې کړې.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي احساس وویل، په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت د خدای له نعمتونو څخه دی او هر څوک یې باید د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د يوه معياري انسټیټوټ د جوړولو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه بايد د تخنيکي او مسلکي کسانو په روزلو کې لا زيات کار وکړي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د غزني ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو آمرینو او کارکوونکو ته يو پرزنټيشن وړاندې کړ، چې موخه يې په يادو شويو مرکزونو کې د چارو ښه کول دي.

ښاغلي مولوي احساس د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د اړتیاوو او ستونزو د حل ژمنه وکړه او مسؤلینو ته یې د ځینو مسایلو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي دغه سفر له ميدان وردګو ولايت څخه پيل شو او ټاکل شوې چې نورو ولايتونو ته هم سفر وکړي.

د دغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت ارزول او د هغوی د ستونزو او اړتیاوو په ګوته کول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۹:۵۸
Background image

د تنګي نوردرې کثیرالرشتوي انسټيټوټ او لوگر ولایت د مخابراتو ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤولین وايي چې ددې آمریت اړوند ټینګی نوردرې کثیرالشتوي انسټيټوټ، د لوگر ولایت د مخابرات او معلوماتي ټکنالوژۍ له ریاست سره د ګډو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۹:۴۱
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کرنې څانګې زده کوونکو د جلغوزې د پروسس فابریکې څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د کرنې څانګې دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د علمي سفرونو په چوکاټ کې په یاد ولایت کې د رحيم ګردېزي شرکت د جلغوزيو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۹:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه غونډه د یادې ادارې د ټولو کارکوونکو په ګډون سره ترسره شوه. په دې اصلاحي غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS