د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغانو ته د تشبث سیمینار جوړ شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د «ایلسو» مؤسسې په همکاری، د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغانو ته په کابل ولایت کې د تشبث سمینار وړاندې کړ.

په دغه پروګرام کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکې زده کړو ۱۰۰ تنه فارغینو ګډون کړی و، په هغه کې ښاغلي سیدمحسن عابل، د استقلال پوهنتون علمي مرستیال، ګډون کوونکو ته د تشبث د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل.

د استقلال پوهنتون علمي مرستیال په یادو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغینو د تشبث پربنسټ د کورنیو اقتصاد ښه کیږي او بېوزلي کمیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه همېشه هلې ځلې کوي، ترڅو د بېلابېلو پروګرامونو په لار اچولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغینو ته د کارموندنې فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS