د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادرې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۵:۴۹
جلسه رهبری اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي اونيزه غونډه د یادې ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍد رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او د تطبیق د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې شو.

 دغه راز د اجنډا له مخې د کابل د یو شمېر انسټیټونو د زده کړیالانو د ستونزو د نه حل په اړه هم بحث وشو.

 په دې اړه د څارنې او ارزونې رئیس مولوي محمد مکاشف خبرې وکړې او د ستونزو د حل په موخه یې وړاندیزونه وکړل.

همدارنګه ښاغلي مکاشف د کابل د کمپیوټر تکنالوژۍ د انسټیټوټ د زده کړیالانو لپاره د انلاین زده کړو د اغیزمنتوب په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې شته ستونزې شریکې کړې.

د غونډې په پای کې د څیړنې او تضمین کیفیت  رئیس دلاور درمل په جنوب ختیځو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ګډې کتنې پایلې وړاندې کړې او د یادو مرکزونو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS