د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو سمينار د ابو ريحان د لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ ترسره شو.
د دغه روزنیزې برنامې موضوع سازماندهي وه او ګډونوال یې د څلورم، پنځم او شپږم بستونو ۴۵ تنه کارکوونکي وو.
د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول وو.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې هم د ابو ريحان د لوړو زده کړو موسسې په ګډون د خصوصي تحصيلي مؤسسو په همکارۍ ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي.