د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۴۳
Meeting

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي غونډه د یادې ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده ناسته کې چې رئیسانو او آمرینو هم حضور درلود، د نویو ګمارل شویو آمرینو لپاره د سیمینار د جوړولو، بودجې د لګولو چټکتیا، د ادغام شویو ښوونځیو او انسټیټونو وضعیت او د کتابونو د وېش په اړه خبرې وشوې.

د غونډې برخه والو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه له خوا د چارو ترسره کیدو په موخه لازمې لارښوونې وکړی.

د غونډې د پرېکړې له مخې، د نصاب، خدماتو او د پلان ریاست په همکارۍ او همدارنګه د تدارکاتو آمریت مکلف شول چې ژر تر ژره په ولایتونو کې د کتابونو د وېش بهیر پیل کړي.

دغه راز د بودجې تسریع کميټې ته دنده وسپارل شوه چې په خپل وخت د بودجې د لګولو لپاره اقدام وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه په غونډه کې د اړونده مرکزونو ادغام وضعیت وارزول شو او د نظارت رئیس په دې برخه کې د ترسره شویو کړنو راپور وړاندې کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS