د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د مجاهدینو روزنیز پروګرام لپاره تجهیزات سمبال شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۳۵

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجاهدینو روزنیز پروګرام چې اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې دوام لري، نور هم سمبال کړ.

دا مواد، چې د دې ادارې د تدارکاتو برخې لخوا چمتو شوي، د بریښنا مختلف وسایل لکه سولر ، انورټر، او قرطاسیه باب، پکې شامل دي، چې مجموعي ارزښت یې له ۱۱ ملیون افغانیو څخه زیات دی.

د مجاهدینو روزنیز پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دی، چې ددې پروګرام په ترڅ کې په ټول هیواد کې مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مدیریتي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری ژمن دي تر څو د نورو روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ د مجاهدینو روزنیز پروګرام هم پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS