د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس د نیمروز پلازمینې زرنج له مسلکي انستیتوت څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۲۵
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت د زرنج تخنیکي او مسلکي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.

نوموړي او ورسره مل پلاوي د دغه ښوونیز مرکز ټول اسناد وکتل، د زده کړیالانو ستونزې یې له نږدې واورېدې. د عملي کار لپاره په ورکشاپ او لابراتوار کې د وسایلو کموالی د دغه انستیتوت اړینې ستونزې ګڼل شوې دي.

همدا اوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس د دغه ادارې د یو پلاوي په رأس کې نیمروز ولایت ته تللی دی.

د هغوی د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو او اړتیاو ته د حل لاره پیدا کول ګڼل شوي.

دغه پلاوي د بادغیس، هرات او فراه ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره په یوه ناسته کې وکتل او د متشبثینو د ملاتړ، د نوښتګرو پروژو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل‌الرحمن فاضل، له خپل مل پلاوي سره د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو، د اجناسو له ډیپو او تخنیکي انسټیټیوټ څخه. . .

BACK TO NEWS