د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان اسلامي بانک له رئیس وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د افغانستان اسلامي بانک له اجرائيه رئيس جاويد احمد ظاهري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان اسلامي بانک ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
په پیل کې د افغانستان اسلامي بانک اجرایوي رئیس وویل، دغه بانک غواړي پوه شي چې په کومو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري کولای شي.
نوموړي د اسلامي بانک کړنو ته په اشارې سره وويل، چې د دغه بانک د څانګو شمېر او پوښښ زیات دی او په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د اسلامي بانک نظام اړين وباله او ويې ويل، اړتیا ده چې دغه نظام پياوړی شي.
هغه زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې په ځانګړې توګه په ولسواليو کې، که چېرې خنډونه نه وي، نو اړتيا ده چې بانکي اسانتياوې برابرې شي. چې په دغه برخه کې به د افغانستان اسلامي سره خبرې اترې وشي.