د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ستراتیژي معرفي شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۳:۳۵
استراتیژی پنج ساله

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پنځه کلنه ستراتیژي د مسؤلینو او رئیسانو په شتون کې معرفی شوه.

د دغه ناستې په شروع کې مولوي نیک محمد نېکمل د پلان او ستراتیژیکو اړیکو د همغږی رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژی په هکله خبرې وکړې.

او په جریان کې د پلان ریاست کارکوونکو د ستراتیژی جزئیات وړاندې کړل.

عبدالله محمدی له خصوصي سکتور سره د همغږی متخصص وویل دغه ستراتیژي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې موخې او کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې تعینوي.

د هغه په قول؛ تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د لاسرسي زیاتوالی، په  بازار کې د کار له شرایطو سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت لوړوالی او تخنیکي او مسلکي زده کړو د مدیریت چوکات ته وده ورکول د یادې ستراتیژی له عمومي موخو او کړنو څخه دي.

د ناستې په جریان کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو د یادې ستراتیژی په هکله خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS