د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
د رهبری غونډه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه د دغه ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دغه ادارې مرستیالانو او رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.

د اجنډا له مخې، په دې غونډه کې د اضافه کاری وېش، د مالي او تدارکاتي څانګو پر ستونزو او له (NRC) موسسې سره هوکړه لیک پر لاسلیک خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ، چې د قانون او کړنلاری له مخې، هغه کارکوونکي چې مستحق دي بايد اضافه کاری ترلاسه کړي. د غونډې ګډونوالو هم په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دې غونډه کې دخدماتو او املاکو ریاست ډيپوګانو ستونزې غونډې ته وړاندې کړې او په همدې حال کې يې د ستونزو دحل په موخه لازم وړانديزونه هم وړاندی کړل. دغه ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د ډیپوګانو د ستونزو د حل لپاره د خپلو وړاندیزونو سره سم عمل وکړي.

د تدارکاتو امریت تدارکاتی ننګونو بیانولو پر مهال وویل یو یو د هغه له جملې څخه د تیلو تهیه کول دی. او زیاته یی کړه چې د ټولو پروژو تدارکاتي چارې پرمخ تللي او د قرارداد پړاو ته رسېدلي دي.

د رهبرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې مالي او تدارکاتي ننګونو حل په موخه دې د خدماتو او مالی ریاستونه او همدارنګه د تدارکاتو امریت لا همغږي شي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د (NRC) له موسسی سره د هوکړه لیک لاسلیک په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د دغه ډول هوکړه لیک لاسلیک کول یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره ګټور وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS