د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو شمېر کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو
د بشري سرچینو ریاست د ادراې پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو شمیر کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د ملکي خدمتونو د مأمورینو د چلند د اصولو مقررې په هکله وو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزي ادارې د پنځم او شپږم بستونو شاوخوا ۲۰ تنو کارکوونکو برخه اخیستې وه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو دادارې د پراختیا او د ظرفیت لوړونې آمریت له دې وړاندې هم د دغه ادارې کارکوونکو لپاره څو سمینارونه او روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.