د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کادري بستونو آزموینه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اوو کادري بستونو لپاره د نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه بستونو د تدریسي مدیرانو او استادانو لپاره دي، چې د غزني، خوست، لوګر، بامیان او بغلان ولایتونه پکې شامل دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د دغې ازموينې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ.
ښاغلي مفتي فاضل زیاته کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د مسلکي او ژمنو کسانو جذبولو ته لومړیتوب ورکوي.