د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا پلان ورکشاپ پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۲:۱
پراختیا پلان ورکشاپ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا پلان ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې پرانیستل شو.

د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو او کارکوونکو هم حضور درلود.

دغه برنامه د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونيز سازمان (يونسکو)  په مرسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې په همکارۍ پلي کیږي.

په دغه مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په خپلو خبرو کې موخې ته د رسېدو لپاره د هر اړخيز او عملي پلان درلودل خورا مهم وبلل.

مولوي غلام حيدر شهامت د هېواد اوسنيو شرایطو  ته په اشارې سره وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دنده د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک روزل دي او دغه اداره بايد په خپل اصلي مسیر کې پاتي شي. نوموړي وويل چې په دې برخه کې هم کار پيل شوى دى.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پراختیا پلان په برخه کې د همکارو بنسټونو له هلو ځلو څخه مننه وکړه او د دغه ورکشاپ له ګډونوالو يې وغوښتل چې د یاد پلان د لا ښه والي لپاره لا زيات کار وکړي.

په دغه مراسمو وروسته د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونيز سازمان (يونسکو) استازي عارف الله عارفي خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو له دايمي همکارانو څخه دى.

ښاغلي عارفي د یونسکو سازمان موخو ته په اشارې سره وویل چې دغه سازمان ستراتیژیکو موخو ته زیات پام کوي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د پراختيايي پلان د جوړولو موخه په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پياوړتيا او پراختيا ده.

دغه ورکشاپ د پنځو ورځو لپاره دی چې د ۲۰ ولایتونو تخنیکي آمرین پکې ګډون لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS