د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پنځه کلنې استراتیژۍ د پلي کولو پلان وړاندې کړ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۲۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استراتیژۍ پلي کولو پلان، په یوه غونډه کې ددغې ادارې د رئیسانو او کارکوونکو په وړاندې د پلان او ستراتيژیکو همغږیو ریاست له لوري وړاندې شو.

د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي عبدالهادي مجاهد، د ادارې د مقام تخنیکي مشاور وینا وکړه او ویې ویل چې دا د خوشالۍ ځای دی چې د هېواد د پرمختګ او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شوې ده.

همدارنګه ښاغلي مجاهد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استراتیژۍ د ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ددغه پلان په پام کې نیولو پرته د ادارې چارې په ښه توګه پرمخ نه ځي.

نوموړي وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استراتیژۍ د پلي کولو په پلان کې د ادارې ټولې موخې او پروګرامونه شامل دي، او د ادارې له کارکوونکو یې وغوښتل چې اداري چارې یې باید ددغه پلان پراساس ترسره کړي. ترڅو د افغانستان خلکو ته اغېزناک خدمتونه وړاندې کړي.

د دغه پروګرام په دوام کې ددغه ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست د متخصصیونو لکه هریو اظهارالحق حمیم، شفېع الله شینواري او عبدالله محمدي له خوا د ادارې د استراتيژۍ د پلي کولو پلان وړاندې کړل شو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استراتیژۍ پلي کولو پلان د چارو د انسجام، ښه والي، د خدمتونو کیفي او کمي سطحې لوړوالي په موخه د راتلونکو ۵ کلونو لپاره ترتیب او د ادارې د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS