د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغې ادراې د سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د مرستيالانو په حضور کې ترسره شوه.
د دې غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ریاستونو د کړنو ترسره کیدو له څرنګوالي راپور ورکړ.
په دغې ناسته کې د نصاب او ښوونکو د روزنې د ریاست د مالي ستونزو د حل په ګډون پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
دغه راز په دغې غونډه کې د حق الزحمې د ورکړې او د نصاب په برخو کې د همکارۍ د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې او ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظرونه شریک کړل.
له بلې خوا ښاغلي مولوي شهامت تدارکاتي پروژو ته په اشارې سره وویل چې تدارکاتي چارې باید په پوره دقت او شفافیت سره ترسره شي.
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.