د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۵:۵۵
جلسه رهبری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د دغه ادارې د مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

د دغه غونډې په پيل کې د تقنيني سندونو د بیاکتنې او د ادارې نقلیه وسایطو مديريت په ګډون د مشرتابه پلاوي د تېرو غونډو پرېکړو او د هغو د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې شو.

دغه راز د اجنډا له مخې د حق الزحمه استادانو د کړنلارې او د کابل ښار د ښوونځیو او انسټیټونو مدیریت د بدلون په اړه هم خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې د استادانو حق الزحمه موضوع نهایې شوې ده او د نورو کړنو لپاره يې اړوندو څانګو ته استولې ده.

په دغه کتنه کې په کابل ښار کې د ښوونځیو او انسټیټونو د مدیریت په اړه وړاندیز د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ته د سپارلو او یا هم د یوې خپلواک آمریت د جوړولو په اړه بحث وشو.

د غونډې برخه والو په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کې پریکړه وشوه چې د یوې طرحې له مخې دې نوی ښارې آمریت ایجاد شي.

 ښاغلي شهامت لارښوونه وکړه چې اړونده ریاستونه دې په دغه طرحه کار وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په پای کې د اداري چارو پر وخت پر مخ وړلو ټينګار وکړ او غونډه د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۴
Background image

د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کرنې او وترنري څانګې روزنیزو مرکزونو څخه د ۴۱ محصلینو د فراغت مراسم

د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ د کرنې او وترنري مسلکي انسټیټیوټ د څوارلسم ټولګي څخه د ۴۱ محصلینو فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول. په دې مراسمو کې مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د کارکوونکو چارو ریاست لخوا لسګونو ستونزو ته رسېدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو سره د اړیکو آمریت په تیر کال کې د دې ادارې د کارمندانو لخوا ثبت شوي لسګونو شکایتونو ته رسیدګي کړې. د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته ځانګړي زده کړې!

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا په ځانګړي ډول زده کړې وړاندې کیږي. اصلي موخه، د نوموړو د شغلي ځان بسیاینې او همدارنګه کار بازار ته. . .

BACK TO NEWS