د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د علمي بورډ غونډه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۷
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د علمي بورډ غونډه د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو د مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

د دې غونډې په پيل کې د تېرې علمي غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ادارو د خپلو کړنو راپورونه ورکړل.

په دې کتنه کې د هغو استادانو د معاشونو اوحقونو ورکولو د څرنګوالي په هکله چې له زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي، او همدارنګه د «استادانو وړتيا» د فورمې د نهايي کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نورو موضوعاتو په هکله هم ګډونوالو نظرونه تبادله کړل.

غونډه افغانستان ته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS