د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریل پټلۍ ادارې په همکارۍ د ریل پټلۍ انسټیټوټ جوړوي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۴:۹
د ریل پټلۍ ادارې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس ملا بخت الرحمن شرافت سره وکتل.

 په دې کتنه کې د ریل پټلۍ د انسټیټیوټ پر جوړولو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د رېل پټلۍ د انسټیټوټ د جوړولو او د یاد انسټيټوټ لپاره روزنیز نصاب چمتو کولو په خاطر یو کیټه جوړه شی.

  د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د رېل پټلۍ له رئيس سره په خبرو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د جذب په موخه د یادې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي شرافت په دې برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS