د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د خدماتو او املاکو د رئیس مفتي سید محسن سادات په وینا او د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.
هغه په خپلو خبرو کې د "د دنیا او آخرت د ګټلو څرنګوالي" په اړه خبرې وکړې.
د خدماتو او املاکو رئیس د اسلام د ګران پیغمبر سیرت ته په اشارې سره وویل، د اسلام په سپیڅلي دین کې د دین او دنیا ترمنځ هیڅ سرحد نشته.
ښاغلي سادات همدا راز زیاته کړه،« مسلمانان مکلف دي چې د دنیا چارې پرمخ بوځي او د آخرت لپاره تیاری ونیسي.»
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.