د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارکوونکو په ګډون درلودلو سره شوه.
په دې غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د جومات امام مولوي عبدالحى وينا وکړه او د اسلام د ستر پيغمبر (ص) په سنتو يې خبرې وکړې.
ښاغلي عبدالحي ټینګار وکړ چې مامورین باید خپل سیرت او صورت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق جوړ کړي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات په دعا پای ته ورسېده.