د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۳:۵۰
اونيزه اصلاحي غونډه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د جومات د ملا امام مولوي عبدالحى مظهري په وينا د کارکوونکو په حضور کې ترسره  شوه.

په دغې غونډه کې ښاغلي مظهري په خپله وینا کې د ایمان، آخرت او د خدای په عذاب خبرې وکړې.

نوموړي ايمان د انسان شتمني وبلله او ويې ويل: نفس او شيطان د ايمان دوه دښمنان دي.

مظهري زیاته کړه چې په دنیا کې مال او سرمایه د آخرت عذاب نه کموي. په دې برخه کې يې د قارون کيسې یادونه وکړه.

هغه وويل اخلاص او پاک اعتماد په آخرت کې د عفوي او بښنې سبب ګرځي.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS