د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پراختيايي پروژې د تطبيق کار پيل شو
د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان په مالي مرسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پراختیايي پروژې د تطبیق چارې پیل شوې.
یونسکو دا پروژه "تغییر مثبت" شرکت ته سپارلې ده.
دغه شرکت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هوکړې او همغږۍ پر بنسټ د يادې شوې پروژې عملي کار پيل کړی ده.
د دغې پروژې د پیل په مناسبت د "تغییر مثبت" شرکت د کارکوونکو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکې برخې د کارکوونکو ترمنځ تخنیکي ناسته ترسره شوه.