د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د غزني ولايت له تخنیکي مرکزونو څخه ليدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۱۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه پلاوي د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د قره باغ ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي لیسه، د جاغوري ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ او د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ تدریسي چارې څېړل شوي دي.

دغه پلاوي د ښوونیزو مرکزونو ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې د دغو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

دغه راز یاد پلاوي د کتنې په ترڅ کې له مسوولينو وغوښتل تر څو د محصلينو لپاره د عملي زده کړو د پياوړتيا په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي.

په ورته وخت کې دغه پلاوي د چارو د لا ښه والي په موخه د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کارکوونکو او مسوولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې هم وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS