د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د سمنګان له والي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۴:۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د سمنګان له والي ښاغلي مولوي عبدالاحد فضلي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ارزښت او د دغې ادارې د برنامو د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د لاسته راوړنو او پلانونو په هکله هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د فقر له منځه وړل او د ماهر کارې ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

نوموړي د مجاهدینو د روزنیز پلان یادونه هم وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا چمتو شوی او ویې ویل، چې په تطبیق سره به یې مجاهدینو ته د عصري علومو زده کړې زمینه برابره شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز زياته کړه، چې د مجاهدينو د روزنيز پلان له مخې به دوى ته د ۱۲ او ۱۴ سندونه ورکړل شي.

له بل پلوه د سمنګان والي مولوي عبدالاحد فضلي یاد ولايت ته د ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په پرمختګ او ځان بسياينې کې ډېر مهم رول لوبوي.

ښاغلي فضلي په سمنګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ملاتړ په اړه هم ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره په یوه ناسته کې وکتل او د متشبثینو د ملاتړ، د نوښتګرو پروژو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل‌الرحمن فاضل، له خپل مل پلاوي سره د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو، د اجناسو له ډیپو او تخنیکي انسټیټیوټ څخه. . .

BACK TO NEWS