د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د AELSO مؤسسې له مسوولينو سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د AELSO موسسې له مشر حنیف فرزان سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي فرزان مولوي غلام حیدر شهامت ته د AELSO موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه مؤسسه د ظرفیت لوړونې، کارپنځونې او علمي څیړنو په برخو کې فعالیت کوي.
د AELSO مؤسسې رئیس هم د ځوانانو د کارپنځونې په برخه کې له دغه مؤسسې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دوام کې مولوي غلام حيدر شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه اداره په هېواد کې د مسلکي بشري ماهر ځواک د روزلو لپاره کار کوي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز زياته کړه، دغه اداره هڅه کوي، چې د مسلکي ماهرو کسانو د روزلو له لارې په هېواد کې د بېکارۍ ستونزه راکمه کړي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دوه اړخيزو همکاريو لپاره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړي.